نبي عیسی‌خېل د الراونډرانو په ډله کې دوهم مقام خپل کړ

د کرکټ نړیوالې شورا «ای. سي. سي» په نوې درجه بندۍ کې نبي عیسی‌خېل د ۲۰ اوریزو او يو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په ډله کې دوهم مقام خپل کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، ګلوین مکسویل د ۲۰ اوریزو او شکیب‌الحسن بیا د يو ورځنیو لوبو د لومړي مقام لرونکي غوره الراونډران دي.

د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په نوملړ کې درېیم ځای پاکستاني محمد حفیظ او د ۲۰ اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې بیا درېیم ځای بنګله‌دېشي شکیب‌الحسن خپل کړی دی.

۳۳ کلن محمد نبي په يو ورځنيو سيالیو کې ۲۲۸۷ او ۲۰ اوريزو لوبو کې ۹۹۵ رنزونه جوړ کړي دي، دغه ډول نوموړي په يو ورځنیو سياليو کې ۱۰۳ او په ۲۰ اوريزو کې ۶۵ وېکټې ترلاسه کړې دي.

بل‌خوا د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د زونونو په کچه د معلولینو لوبډلو ترمنځ په روانو ۲۰ اوریزو لوبو کې مس عینک امو ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.