په بلخ کې یو شمېر مدني فعالانو او قابلو د یو احتجاج په ترڅ کې پر روغتیايي مرکزونو د وسلهوالو بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه.
یادو احتجاج کوونکو چې شمېر یې لسګونه کسانو ته رسېده د بلخ په یوه خصوصي روغتیايي انسټټیوټ کې راټول او د ننګرهار پوهنتون د قابلګۍ پر روزنیزې څانګې د تېرې اوونۍ وسلهوال برید یې وغانده.
اعتراض کوونکو وویل چې قابلې بېطرفه کسانې دي او باید دوی د ترورېستي اهدافو نښه ونهګرځي.
اورانوس برنا د یادې احتجاجي غونډې یوه جوړونکې ده، هغه وايي چې هېواد ته د سولې د راتلو غوښتنه کوي او له وسلهوالو مخالفینو غواړي چې پر روغتیايي مرکزونو ترورېستي بریدونه بند کړي.
![په بلخ کې اعتراض کوونکې](https://gdb.rferl.org/8D83163D-FB2D-49E2-98D9-8CA3CD39B5AE_w1080_h608_s.jpg)
په بلخ کې اعتراض کوونکې
آغلې برنا وویل:
"د دولت له وسلهوالو مخالفینو غواړم چې پر صحي مرکزونو برید بند کړي، موږ قابلې بېطرفه کسان یو او هېواد ته د سولې د راتلو غوښتنه کوو، زموږ غږ باید واورېدل شي."
نیلاب نورزاد د بلخ ولایت په یوه روغتیايي مرکز کې قابله ده، هغه وايي چې دولت د روغتیايي مرکزونو د امنیت په خوندي ساتلو کې باید تر پخوا ډېره هڅه وکړي.
د نیلاب په باور د صحي مرکزونو کارکوونکې او قابلې بېطرفه کسان دي او په هېواد کې د جګړې دواړه لوري باید یادې مسئلې ته پام وساتي.
نورزاد یې په اړه زیاته کړه:
"دولت د صحي مرکزونو د امنیت د خوندي ساتلو مسئولیت لري او په دې برخه کې باید نهایت هڅه وکړي، ترڅو موږ ښه خدمات ترسره کړو."
اعتراض کوونکو د «موږ سوله غواړو او پر روغتیايي مرکزونو بریدونه بند کړئ» شعارونو په ویلو سره د دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې د پای غوښتنه کوله.
احجاج کوونکو د ننګرهار پوهنتون د قابلګۍ پر روزنیزې څانګې د تېرې اوونۍ وسلهوال برید د تکفیري ډولو کار وباله او ویېویل چې عاملینیې پر اسلام او انسانیت خبر نهدي.
![په ننګرهار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د حملې انځور](https://gdb.rferl.org/69499AAB-5973-444E-925E-4E5C56B2396D_w1080_h608_s.jpg)
په ننګرهار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د حملې انځور
په ننګرهار ولایت کې د قابلکۍ پر څانګې له برید څلور ورځې تېرېږي، خو لا هم امنیتي ځواکونو د دې بريد د تحقیقاتو پایلې نهدي اعلان کړي.
په دغه حمله کې د چارواکو په وینا پنځه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی