نن سې شنبه نږدې څلور بجې د خوست ښار د الفتح لېسې پله ته څېرمه چاودنه وشوه چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس پهکې درې تنه ټپیان شوي دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر بینا ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې ځای ته امنیتي کسان ورغلي او وروسته به معلومه شي چې دا څه ډول چاودنه وه او هدفيې څه و.
ده وویل، ټپان چې یوه پهکې ښځه ده، ټول ملکي کسان دي او د پولیسو لهخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې یوه عیني شاهد وویل چې دا ماین د ریموټ کنټرول په واسطه عیار شوی و او کله چې له دې ځایه یو موټر تېر شو، نو په تعقیبيې چاودنه وشوه.
نوموړي چې ټپیان لیدلي وو، د ښځې روغتیايي حالتيې نازک وښود.
د دې چاودنې مسؤلیت تر دې دمه چا نهدی منلی.