سبا ته د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلانېږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، سبا چهارشنبه به د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

د دغه کمېسیون یوه غړي سید حفیظ‌الله هاشمي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دې کمېسیون غړي د ورځې تر وروستیو پورې پر دې خبرې کوي چې دغه انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۱۷مه که په ۳۱مه ترسره شي.

دی وایي:

"ټاکل شوې چې کمېسیون سبا په ۱۰ بجو په یوه خبري کنفرانس کې د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو لپاره د انتخاباتو نېټه خلکو ته اعلان کړي."

ښاغلی هاشمي وایي، د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ټول تیاری نیول شوی دی.

د انتخاباتو د کمېسیون دغه غړی د دغو انتخاباتو لپاره د تیاریو خبره په داسې حال کې کوي چې پرون‌یې ازادي راډیو ته د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د انتخاباتو د ځنډېدو د وړاندیز خبره وکړه.

هغه وویل، د ولسوالیو د شوراګانو لپاره چې ټاکل شوې د میزان د میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې لپاره له انتخاباتو سره یوځای ترسره شي، د ډېرو ولسوالیو شوراګانو ته د کاندیدانو د نشتوالي او د دغو شوراګانو د غړو د صلاحیتونو او امتیازونو د مبهم والي په ګډون، ډېرې ستونزې تر اوسه نه‌دي هوارې شوي او دوی غواړي چې دغه انتخابات له ټاکلې نېټې څلور میاشتې شا ته وغورځوي.