په فراه ولایت کې د یوه ماین چادونې لسګونه مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډیو ته وویل چې دغه ماین نن سهار وختي په بالا بلوک ولسوالۍ کې هغه مهال وچاودېد چې پرل اره د سپرلیو یو ۴۰۴ ډوله بس پرې وخوت.
ښاغلي مهري زیاته کړه:
"د دغه ماین د چاودنې په نتیجه کې ۱۱ مسافر شهیدان شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي."
د فراه د والي په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک دی او ښایي د مړو شمېر زیات شي.
ښاغلي مهري زیاته کړې چې دغه بس له هراته کابل ته په لاره و.