په تاجکستان کې د وژل شویو بایسکل چلوونکو څېړنه کېږي

په تاجکستان کې چارواکي وايي، د هغو څلور بهرنیو بایسکل چلوونکو په وژنه کې د ترهګرۍ د احتمال په اړه څېړنې کوي چې د دې هېواد په جنوب کې وژل شوي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیموف نن دوشنبه وویل، ددې هېواد د چارواکو یوه ځانګړې ډله ددې پېښې په اړه څېړنې کوي.

پېښه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۱۵۰ کیلومترۍ کې د ختلان په سیمه کې شوې.

دغلته څلور بایسکل چلوونکي چې دوه امریکایان، یو جرمنی او یو سویسی دی، وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې په دې اړه د څېړنو څارنه خپله ولسمشر امام علي رحمان کوي.

د چارواکو په وینا، ددې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي او دوه تنو چې د امنیتي ځواکونو سره یې مقاومت کړی، وژل شوي.