د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ لپاره نوي ټاکل شوي ښاروال نعمتالله بختيار ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به دولتي غصب شوې ځمکې د زورواکو له منګولو راخلاصې او په ترینکوټ ښار کې به ماسټر پلان عملي کړي.
نوموړي یادې خبرې نن دوشنبه د خپل معرفت پر مهال رسنیو ته وکړې.
له دې سره د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو هم ژمنه وکړه چې د نوي
ښاروال ملا به تړي او چا ته به اجازه ورنهکړي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي.
د ترینکوټ ښاریان هم له دولت څخه غوښتنه کوي چې ماسټر پلان دې عملي کړي
او په ښار کې دې قانون پلی کړي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ارزګان راپور