د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ولسمشر او عبدالرشید دوستم ترمنځ د نارضایتۍ د ختمېدو خبر ورکوي.
عبدالرشید دوستم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۸» له غرمې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ او له ولسمشر، اجرائیه رئیس او د جمهور رئيس له دوهم مرستیال سرهیې وکتل.
که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر یوازې دغه لیدنه مني، خو په اړهیې نور جزئیات نهورکوي.
خو د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئيس عنایتالله بابر فرهمند وايي، په دغه لیدنه کې د ولسي جرګې، د ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ پر وخت انتخاباتو، له طالبانو سره پر سولې، د نظامالدین قیصاري په خوشې کېدو او د ملي ستر ائتلاف په اړه خبرې وشوې.
بابر فرهمند
ښاغلي فرهمند ځانګړې نهکړه چې د قیصاري د خوشې کېدو په اړه هوکړه وشوه او که نه؟
له ښاغلي فرهمنده مو وپوښتل چې په نننۍ لیدنه کې د ولسمشر او دوستم ترمنځ نارضایتي لهمنځه لاړه؟ ده وویل:
"هو، لهمنځه تللې، کله چې خبرې کوي او لیده کاته ښه او په خوښۍ وي او ټول موضوعات په څرګنده مطرح کېږي، نو طبعاً چې زړه بدوالی رفع کېږي."
عبدالرشید دوستم له کابو دوو کالو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ او له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ولسمشر له دوهم مرستیال سرور دانش سرهیې ولیدل.
عبدالرشید دوستم چې شااوخوا دوه کاله مخکې د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د رهبرۍ په هدف د هېواد شمال ته تللی و، پر ارګیې د قدرت د انحصار تور پورې کړی و.
بلخوا کابو دوه کاله دمخه د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي ادعا کړې چې د ولسمشر لومړي مرستیال شکنجه کړی او له جنسي پلوهیې ځورولی دی.
د دغې ادعا وروسته دوستم ترکیې ته لاړ او له ۱۴ میاشتو وروسته، تېره اوونۍ هېواد ته راستون شو.
که څه هم ولسمشر د عبدالرشید دوستم له ستنېدو مخکې ویلي چې د دوستم حقوقي دوسیه په عدلي او قضايي ارګانونو کې ده.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ستر ملي ائتلاف چې عبدالرشید دوستمیې هم غړی دی، د خپل موجودیت اعلان وکړ.
د لومړي مرستیال د دفتر رئيس ښاغلي فرهمند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په نننۍ لیدنه کې د دغه ائتلاف په اړه داسې وویل شول چې یاد ائتلاف اصلاح ته ضرورت لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د منشي مرستیال فیصل سمیع د دې لیدنې نتایجو ته خوشبین دی.
دی وایي:
"حقوقي قضیه چې د هغه پر وړاندې ده، دا د قضیې یو اړخ دی، خو جنرال دوستم د افغانستان یو مهم رهبر او د ولسمشر برحال مرستیال دی، دا په نېک فال نیسو، په هره اندازه چې دغه نارضایتي ختمه شي، د افغانستان د راتلونکې په ګټه ده."
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، ښاغلی دوستم به تر دې وروسته، په عادي بڼه خپل دفتر ته لاړ شي.
ده دا هم وویل، دوستم به د ارګ، کابینې او د ملي امنیت د شورا په ناستو کې برخه واخلي.
راپور: خان محمد سیند
- پخواني معلومات
ولسمشر غني نن دوشنبه غرمه له جنرال دوستم سره ولیدل.
په هغه اعلامیه کې چې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته رالېږلې ویل شوي چې د ولسمشر غني او جنرال دوستم د لیدنې پر مهال د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم حضور درلود.
اعلامیه زیاتوي چې په دغې ناسته کې د هېواد پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې او نظرونه تبادله شول.
نور جزئیات وروسته ...
- پخواني معلومات
په پام کې ده چې نن دوشنبه عبدالرشید دوستم له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.
ښاغلي دوستم ته یوې نږدې سرچینې د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا ته وویل، کېدای شي دا لیدنه نن د ورځې په لړ کې ترسره شي، خو سرچینې دا ونهویل چې لومړی مرستیال له ولسمشر سره په کومو موضوعګانو خبرې کوي.
که چېرته دا لیدنه ترسره شي، تېرو نږدې دوو کلونو کې به بېسارې وي.
د ولسمشر غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم شااوخوا ۱۴ میاشتې مخکې ترکیې ته تللی و او تېره اوونۍ کابل ته راستون شو.
له کله راهیسې چې ښاغلی دوستم کابل ته راستون شوی، د ارګ په رسمي غونډو لکه د امنیت شورا او د وزیرانو شورا په غونډو کې یې برخه نهده اخیستې.
ارګ دا احتمالي لیدنه نهتأیید او نهیې هم رد کړې.