خواجه اصف: د انتخاباتو د پایلو د پلټلو لپاره دې کمېسیون جوړ شي

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف مسلم لیګ «ن» ګوند په وروستیو پارلماني انتخاباتو د درغلیو د ادعاوو په اړه د رسمي پلټنو غوښتنه وکړه.

د مسلم لیګ «ن» لوړ رتبه غړي خواجه اصف د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د پایلو د پلټلو لپاره د یوه قضايي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان په وروستیو عامو انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګتلي دي او د زنداني نواز شریف مسلم لیګ «ن» بیا په دوهم قدم کې زیاتې رأیې ترلاسه کړې دي.

که څه هم د تحریک انصاف ګوند په یوازې سر د حکومت د جوړولو لپاره په پارلمان کې اړین اکثریت نه‌دی ګټلی، خو وايي چې د یوه ائتلافي حکومت د تشکیل لپاره د نورو ډلو ملاتړ له ځانه سره لري.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف د پاکستان د پارلمان د ۲۶۹ څوکیو نه ۱۱۵ او د نواز شریف مسلم لیګ «ن» ګوند ۶۴ سیټونه خپل کړي دي.