د روسيې، ایران او ترکيې استازي د سوريې د جګړې په اړه غږېږي

د روسيې، ایران او ترکيې استازي نن د روسيې په تفریحي ښار سوچي کې د سوريې د ۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کوي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل په دې غونډه کې به د سوريې د اساسي قانون د یوې کمېټې پر جوړولو، امن سیمې په رامنځته کولو او په سوریه کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشي.

د سوريې په اړه د سوچي په غونډه کې به د اردن یو چارواکی او د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ستیفن دي میستورا د څارونکو په توګه ونډه ولري.

د سوريې د جګړې د سیاسي حل په هدف ترکيې، ایران او روسيې له یوه اړخه او ملګرو ملتونو بل لور ته په جینوا کې د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.

ترکيې پرون اعلان وکړ چې د سوريې د جګړې او نورو سیمه‌ییزو مسئلو په اړه به د راتلونکې سپټمبر میاشت په لومړیو کې له فرانسې، جرمني او روسيې سره په ګډه یوه سرمشریزه جوړه کړي.