افغان ولسمشر نن ماسپښين د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره په خبرو کې ويلي چې د دواړو هېوادونو تمرکز به پر روښانه راتلونکي وي، نه پر تېر وخت.
د جمهوري رياست په حواله، محمد اشرف غني نن یکشنبه په دغه ټيليفوني تماس کې ويلي، تمرکز به پر روښانه راتلونکي وي او پر اساس به يې په فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزو او سياسي برخو کې د اړيکو اساس ږدو.
د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، عمران خان په دغه ټيليفوني تماس کې هيله ښوولې چې په نېږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي.