د ايران پولي واحد نن يکشنبه تر ټولو ټيټ حد ته رسېدلی

د ايران پولي واحد نن يکشنبه تر ټولو ټيټ حد ته ورسېد.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، نن په تور مارکيټ کې يو ډالر د يولک او ١٢زره ايراني ريالو په بدل کې تبادله کېده، حال دا چې پرون يو ډالر په ٩٨زره ريالو بدلېده.

د ايران د پولي واحد ارزښت وروسته له هغې ولوېد چې د امريکا متحدو ايالتونو په مې مياشت کې له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او ويې ويل چې سر له جون مياشتې به پر ايران بېرته بنديزونه لګول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پر تهران د واشنګټن د بنديزونو له بيا لګول کېدو سره په ايران کې اقتصادي بحران ژور شوى دى.

دغه بنديزونه د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون له مخې، له ايران څخه لېرې کړاى شوي وو.