عبدالقیوم: سږکال د نورستان له ځنګلونو ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي

د نورستان ولایت چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات د تېرو کلونو پرتله زیات شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل، سږکال د نورستان له ځنګلونو ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي چې ننګرهار، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږل کېږي.

د ده په خبره که حکومت او په تېره د کرنې او مالدارۍ وزارت د جلغوزو د پروسس لپاره تخنیکې څانګې فعالې او په دې برخه کې له خلکو سره ځانګړې مرستې وکړي، د نورستان د جلغوزو حاصلات به له دې هم زیات شي.