سوېس د بامیان د کرنې په برخه کې ۸ ميلیونه ډالر مرسته کوي

سوېس د افغانستان په بامیان ولایت کې د کچالو د کرکيلې او حاصلاتو د لا زیاتېدو په برخه کې اته ميلیونه ډالره مرسته کوي.

د بامیان والي طاهر زهیر نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې مرستې ډېره برخه به د بزګرانو په تخنيکي ملاتړ ولګېږي.

بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د افغانستان د اړتیا وړ نیمايي کچالو تولیدوي چې د یاد ولایت د والي په وینا، په دې برخه کې د تخنیکي مرستو دا اندازه لا لوړولای شي.

خو له دې ټولو سره سره د کچالو د حاصلاتو په وخت کې د یاد کرنیز محصول بیه هغه څه دي چې د دغه ولایت بزګران ترې لا زورېږي.

دوی وايي، د کچالو د کښت خواري ډېره، خو ګټه یې کمه ده.