د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې افغاني محصولاتو او تولیداتو په سعودي عربستان کې ښه مینه وال پیدا کړي دي.
د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له جدې سره د هوايي دهلېز پرانیسته د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یو مهم ګام و او افغان سوداګر له سعودي عربستان سره د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي دي.
ده وویل چې د سوداګری خونې اداري هیئت د دغه هدف لپاره روانه اوونۍ په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره ناسته لري، تر څو هغه هېواد ته د لازیاتو وچو او تازه مېوو، سبزیو او نورو حاصلاتو د صادرولو او په افغانستان کې د ګډې پانګونې پر لارو چارو او مېکانیزم ورسره وغږېږي.
افغانستان او سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره د تېرې چنګاښ میاشتې په پنځمه له کابله جدې ته هوايي دهلېز پرانيست چې د سوداګرو په وینا، د سوداګرۍ په غوړېدو کې يې مهم رول لوبولای دی.