د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، پهدغه ولایت کې د زورواکانو او غېرې مسؤله وسلهوالو پر ضد عملیات تر دا مهال ډېر بریالي روان دي او زیات شمېر غېرې مسؤله او زورواکي یې د قانون منګلو ته سپارلي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې پولیسو تېره ورځ ناوخته یو زورواکی د عتیق الله په نوم د ۸ میله سپکو او درنو وسلو سره یوځای ونیو او د قانون منګلو ته يې وسپاره.
د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي پرون شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه زورواکي د ارزګان-کندهار ترمنځ د لویې لارې پر سر د یوې امنیتي پوستې قوماندان دی چې له مقاومته پرته یې پوسته وسلهوالو طالبانو ته خوشې کړې او غوښتل چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته وتښتي چې د پولیسو له لوري ونیول شو.
ښاغلي احمدزي وویل:
"دغه زیات شمېر سپکې او درنې وسلې چې تاسو ګورئ موږ له یوه زورواکي نیولي، دغه زورواکی عتیق الله نومېږي چې پهدغه ولایت کې د یوې امینتي پوستې قوماندان دی، له قانونه په سرغړونې مو نیولی دی."
ښاغلی احمدزی زیاتوي چې په دغه ولایت کې د زورواکانو او غېرې مسؤله وسلهوالو پر ضد به خپل عملیات روان وساتي او هېڅچا ته به اجازه ورنهکړي چې له قانونه سرغړونه وکړي.
لهدې سره د ترینکوټ ښار اوسیدونکې وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت هم ښه شوی دی.
- ارزګان کې د نشه يي توکو نیول
محمد معروف احمدزي دغه راز خبر ورکوي چې د زورواکانو ترڅنګ يې د نشهيي توکو د پېر او پلور د مرکزنو د لهمنځه وړلو په موخه هم عملیات پیل کړي دي.
نوموړی وايي چې د یادو عملیاتو پرمهال يې په ترینکوټ ښار کې زیات شمېر مرکزونه له منځه وړي او په تړاو یې ۱۰ تنه قاچاقبران او دغه راز په زیاته اندازه نشهيي توکي هم نیولي دي.
احمدزي وايي:
"موږ له تېرې ورځې راهیسې په ترینکوټ ښار کې د نشهيي توکو د پېر او پلور د مرکزونو د لهمنځه وړلو په موخه هم عملیات پیل کړي، تاسو چې کوم کسان وینئ دوی په ترینکوټ ښار کې هیروئین،چرس او تریاک پر هغه ځوانانو پلورل کوم چې نشه يي توکي يې څکول."
امنیتي مسؤلینو پهدغه ولایت کې له هغه وروسته د نشهيي توکو د پېر او پلور پر مرکزونو عملیات پیل کړل، کله چې څه موده مخکې ازادي راډيو د تر لاسه شوېو معلوماتو پر اساس راپور پرې خپور کړی و.
بلخوا بیا د پولیسو له لوري د نشهيي توکو د پېر او پلور په تور د نیول شویو له ډلې یو شمېر کسانو پر ځان لګیدلي تورونه نه مني.
د دوی له ډلې شاولي او مېرزاخان ازادي راډيو ته داسې وویل:
"-ما سره نشهيي توکي نهدي نیول شوي، خو بیا هم پولیسو زه ونیولم، زه د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکی یم او د طالبانو له ویرې ترینکوټ ښار ته راغلی یم.
-زه په هغه دوکان کې ناست وم، کوم کې چې چرس پلورل کېدل، خو زه پولیسو ونیولم، زما وظیفه ملکي ده او غوښتنه مې له دولته دا ده چې بېرته مې ازاد کړي."
د یادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ترینکوټ ښار کې د نشه يي توکو د پېر او پلور د لهمنځه وړلو په موخه عملیات ترسره کېږي.
راپور: شریف الله شرافت ــ ارزګان
د دې راپور غږېزه بڼه هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5