د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا تازه موندنې ښيي چې د سیاسي، امنیتي او تخنیکي ستونزو سربېره د حکومت او انتخاباتي کمېسیونونو له خوا د انتخاباتو د ترسره کېدو چمتوالی نه دی موجود.
د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د شنبې په ورځ د یوې خبرې غونډې پرمهال د انتخاباتو په تړاو د حکومت او کمېسیون له خوا پر شویو اقداماتو، له انتخاباتي کمېسیونونو سره د حکومت د نه همکارۍ او دغه شان د کمېسیون د کار پر پڅ بهیر انتقاد وکړ.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ د اندېښنې یو لامل د کمېسیون کم کاري او د مدیرت ضعف دی او په ورته وخت کې د حکومت له لورې ناسم انتخاباتي سیاستونه یې بل لامل دی، د نړیوالې ټولنې ځینې اړخونه هم علاقمندي نه ښي نو دې ټولو ته په کتو دا ویلی شو چې حکومت د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو اراده نه لري."
د ښاغلي ایوب زاده په خبره ځینې ډلې او د سیمې استخبارات هڅه کوي چې انتخابات مهندسي او یا هم لانجمن کړي چې په خبره یې، باید مخه یې ونیول شي.
دغه بنسټ د انتخاباتي مهالوېش په پام کې نه نیول، د نوماندانو د لېست په خپراوي کې ځنډ، د نوم لیکنې د بهیر په اړه خلکو ته د لازم عام پوهاوي نه ورکول، د سټېکرونو خرڅلاو، د زورواکو مداخله او د ښځینه کارکوونکو کمښت د انتخاباتو د ترسره کېدو پر وړاندې لویې ننګونې بولي.
په غزني کې د انتخاباتو لانجه، د انتخاباتي شکایتونو لپاره د کمېشنرانو په معرفي کې ځنډ او د کمېشنرانو له لورې د انتخاباتو د قانون نقض نورې هغه لویې ستونزې دي چې ټیفا یې په اړه اندیښنه ښي.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د میزان د میاشتې ۲۸ نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو د انتخاباتو د سره کېدو نېټه اعلان کړې ده.
بل خوا په دې وروستیو کې یو شمېر سیاسي ګوندونو د انتخاباتي نظام د بدلون غوښتنه مطرح کړې او ویلي چې په دې اړه یې خپله طرحه له جمهوري ریاست، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون، یوناما او نورو بنسټونو سره شریکه کړې ده.
د ګوندونو دغه طرح د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د لوی ملي ائتلاف غړو هم تائید او پر عملي کېدو یې ټنیګار وکړ.
د انتخاباتو شفاف بنسټ که څه هم د ګوندونو یاده طرحه پرځای ګڼي خو وايي لا یې د عملي کېدو لپاره فرصت نشته.
په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم بیا دا په کلکه ردوي چې ګنې حکومت د انتخاباتو لپاره اراده نه لري.
نوموړي وايي، د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د امنیت د ټینګښت او د بودجې د برابرولو په برخه کې هڅې روانې دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د ټیفا انتقادونه ناسم ګڼي او ډاډ ورکوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په خپل وخت او په شفافه ډول ترسره شي.
نوموړي وویل:
"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو لپاره کاملاً چمتوالی لري او د میزان د میاشتې ۲۸ نېټه به انتخابات ترسره کېږي، په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته."
د ښاغلي ابراهیمي په خبره هرڅوک چې د کمېسیون د چارو په اړه انتقاد کوي باید د خلکو د عامه ذهنونو د ګډوډولو پرځای د اسنادو له مخې کره خبرې وکړي.
ټیفا وړاندیز کوي چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره باید د طرزالعملونو او مقراراتو د جوړېدو په برخه کې له سیاسي ګوندونو او جریانونو سره سلا مشورې وشي او دغه شان د کمېسیون جلسې هم باید علني وي.
راپور: محمد حدیث پرېس