د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د غازي امان الله خان سیالیو اتلولې بوست لوبډلې په خپل نوم کړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې په پای لوبه کې سپین غر او بوست لوبډلې سره مخامخ شوې.
په پای لوبه کې سپین غر د درې سوه یو یشتو منډو هدف وټاکه چې بوست لوبډلې وشو کولای چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او بلاخره د غازي امان الله خان د سیالیو اتلولې خپله کړي.
همدارنګه غوره لوبغاړو ته نقدې جایزې او کپونه هم و ویشل شول.