افغان حکومت وايي، نړیواله ټولنه له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د پیل لپاره د هڅو ملاتړ کوي، خو مخامخ مداخله نه کوي.
تېره اوونۍ د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله دوحې ته تللې او هلته یې د طالبانو له استازو سره کتلي او خبرې یې کړې دي.
د جمهور رئیس د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي نن شنبه په دې اړه په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل:
"د سولې د خبرو مالکیت، طرحه او رهبري يې د افغانستان د حکومت په لاس کې ده، رئیس جمهور په بادغیس کې اشاره وکړه چې سیمه ییز شرایط هم سولې ته برابر شوي دي، زموږ نړیوال همکاران د سهولت برابرولو او همکارۍ رول لري."
د افغانستان د سولې عالي شورا هم تېره اوونۍ وویل چې د مدني ټولنې د یوشمېر فعالانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو یوې ډلې غوښتنه ورڅخه کړې چې دوحې ته د تګ امکانات ورسره برابر کړي.
خو په دې اړه نوي جزیات نه دي خپاره شوي.