په اوکراین کې د انتونوف په نوم الوتکې جوړوونکی شرکت به راتلونکی کال بېرته توليدات پيل کړي.
د راتلونکي کال تر پایه به انتونوف شرکت د الوتکو تولید بېرته له سره په عصري توګه پيل کړي.
د دغه شرکت او بويينګ تر منځ قرارداد به پر روسيه د انتونوف اتکا په بشپړه توګه له منځه يوسي.
د کرېميا جګړه، د اوکراين بحران او روسیه د دې لامل شوه چې له روسیې څخه د انتونوف شپېته فيصده واردات د دوو کلونو لپاره وځنډېږي.
د انتونوف شرکت رئیس اولکساندر دونيتس وايي، له بويينګ سره د دغه شرکت قرارداد د دوی لپاره لویه مرسته ده:
"موږ د اوکراين په ګوستومول کې يوه ګډه ذخيره جوړوو، په دغه ذخيره کې به د فلزي او غير فلزي موادو په ګډون ټول توليدات او همداراز هغه شيان چې د پخواني شریک روسیې څخه مو اخيستل او اوس يې له کمښت سره مخامخ شوي یو، موجود وي چې موږ د الوتکو د جوړولو کار بشپړه کړو."
امریکايي شرکت بويينګ توافق کړی چې په نتيجه کې به یې په اوکراين کې به د انتونوف شرکت د وسايلو له کمښت سره نه مخامخ کېږي.
ټاکل شوې ده دا وسایل له امریکا، کاناډا، اسرايل او اروپا څخه اوکراین ته وارد شي.
انتونوف شرکت چې ۷۲ کلونه مخکې پخواني شوروي جوړ کړی وو، په اوکراین کې يوه کارخانه هم لري.
دا شرکت کولای شي له کاله اته مسافر وړونکي يا باروړونکي الوتکې توليد کړي.
اروپايي شرکت ايېربس هم ويلي چې د اړتيا په صورت کې کولای شي له انتونوف سره همکاري وکړي چې بيرته خپل توليدات پيل کړي خو د دغو دوو شرکتونو تر منځ د همکارۍ توافقه ليک نه دی لاسليک شوی.