راپورونه وايي، د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په تېرو پارلماني انتخاباتو کې د ملي اسمبلۍ د اکثريت څوکيو په ګټلو نه دى بريالى شوى، پرون د ائتلافي حکومت پر تشکيل خبرې پيل کړې.
د عمران خان ګوند د ملي اسمبلۍ د ٢٧٢ انتخابي سيټونو له جملې لږ تر لږه ١١٥ څوکۍ ګټلې دي.
تر پرون ماښام پورې د ٩٠ فيصده شمېرل شويو رايو له مخې تحريک انصاف ګوند د اکثريت يعنې د ١٣٧ څوکيو په ګټلو کې پاتې راغلى دى.
د پاکستان د انتخاباتو چارواکي وايي د زنداني شوي پخواني صدراعظم نواز شريف مسلم ليګ (ن) ګوند په دغو انتخاباتو کې لږ تر لږه ٦٣ څوکۍ ګټلې دي.
د پاکستان پيپلز ګوند بيا په درېيم کتار کې راغلى، چې د ۴٣ څوکيو په ګټلو بريالى شوى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون د ښځو په ګډون د پاکستان د خلکو جرئت وستايه چې په انتخاباتو کې يې برخه واخيستله.