دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۵داعشیان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ مشکوک کسان نیول شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲تصفیوي او تهاجمي عملیات شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې داعش وسله وال د ننګرهار په هسکې مېنې، اچین، نازیانو او چپرهار ولسوالیو کې وژل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دفاع وزارت څخه په یوه بله اعلامیه کې د غزني ولایت د روانو عملیاتو په اړه هم ویل شوي چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د دغه ولایت په اندړ، قره باغ او رشیدان ولسوالیو کې یې ۲۴ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.

اعلامیه زیاتوي د رشیدانو ولسوالۍ شااوخوا سیمي یې له وسله والو مخالفینو تصفیه کړي دي.

د اعلامیې په وینا دغه عملیات اوس هم دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.