په کابل کې به خسوف نیمه شپه ۱۲:۵۱ دقیقې پیښ شي

د پېړۍ تر ټولو اوږده خسوف به نن شپه په ختیځي اروپا، منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې په واضح ډول د لیدلو وړ وي.

ویل کېږي سپوږمۍ به د یو ساعت او ۴۳ دقیقو لپاره ترنځه ونیسي.

په کابل کې به خسوف نیمه شپه ۱۲:۵۱ دقیقې پیښ شي.

کابل له هغو ښارونو دی چې په واضح ډول او د ډېر وخت لپاره به خسوف پکي ولیدل شي.

خسوف هغه مهال کېږي چې لمر، سپوږمۍ او ځمکه په یوه مدار کې واقع شي او له دې کبله چې د ځمکي سیوری پر سپوږمۍ لوېږي نو سپوږمۍ تکه سره ښکاري.