د پاکستان د کرکټ پخواني ستوري عمران خان د جولای د ۲۵مې نېټې په انتخاباتو کې د خپل ګوند- تحریک انصاف بریا اعلان کړه.
تحریک انصاف ګوند پرون وروسته له دې چې د ټولو رایو تقریبا نیمايي وشمېرل شوې د خپل اصلي سیال مسلم لیګ ن ګوند په وړاندې چې د مقدماتي نتایجو له مخې یې ۶۱ سیټونه ګټلي په دوهم مقام کې راغلی پراخه بریا ترلاسه کړه.
د اټکلونو له مخې د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ پیپلز ګوند دریم مقام خپل کړی.
د پاکستان ګڼ شمېر ټلویزیوني چینلونو اټکل کړی چې تحریک انصاف ښايي د ملي اسمبلې له ۲۷۰ څوکیو څخه ۱۱۹ څوکۍ چې انتخابات ورته وشول وګټي.
مسلم لیګ ن او ګڼ شمیر نورو ګوندونو دا انتخابات رد کړي او له درغلیو ډک یې بللي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل ګوند د بریا د اعلان پرمهال په یوه ټلویزیوني وینا کې له افغانستان، متحده ایالاتو او هند سره د پاکستان د اړیکو د ښه کولو ژمنه وکړه.