د سولې د سفیرانو په نوم د پاکستاني او تاجکستاني ځوانانو یوه ډله پرون کابل ته ورسیده.
دا فعالان چې افغان پیغلې او زلمیان هم پکې دي د میدیوتیک یا د ډله ییزو رسنیو د مرکز له خوا کابل ته بلل شوي غواړي په افغانستان او سیمه کې د جګړې د دوام پرضد غږ اوچت کړي.
شفیقه ګل د دې فعالانو له ډلې ده چې له پاکستانه راغلې ده او وايي چې د خپل هڅو بریا ته هیله منه ده:
"په پاکستان او افغانستان کې له ډېرې مودې راهیسې حالات خراب دي. که زموږ د راتلو او په خپلو کې د کلتوري راکړې ورکړې له وجې امن او سوله راتلای شي دا به ډېره ښه خبره وي."
د سولې سفیران وايي چې د سولې له پیغام سره به پاکستان او تاجکستان ته هم سفرونه وکړي او د دې هېوادونو له حکومتونو څخه به وغواړي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.