د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ انقرې ته ګواښ کړی چې که په دې هېواد کې نظربند امریکایي عیسوي واعظ یا پریست آزاد نه کړي نو واشنګټن به پراخ بندیزونه پرې ولګوي.
ټرمپ پر ټویټر په یوه پیغام کې اندریو برونسن Andrew Brunso یو ستر عیسوي پریست او نېک انسان بللی او خبرداری یې ورکړی چې متحده ایالات به د هغه د اوږدې مودې نظربندۍ په صورت کې پر ترکیې پراخ بندیزونه ولګوي.
The United States will impose large sanctions on Turkey for their long time detainment of Pastor Andrew Brunson, a great Christian, family man and wonderful human being. He is suffering greatly. This innocent man of faith should be released immediately!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 26, 2018
ټرمپ لیکلي دي چې برونسن باید ژر تر ژره خوشې شي.
ټرمپ په دې پیغام کې زیاتوي چې برونسن بېګناه دی، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او باید ژر تر ژره خوشې شي.
د دې پیغام له خپرېدو سمدستي وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د چا امر نشي منلای.
چاووش اوغلو پر ټویټر په ځوابي پیغام کې ولیکل چې ترکیه به د هېچا ګواښونه ونه زغمي.
Noone dictates Turkey. We will never tolerate threats from anybody. Rule of law is for everyone; no exception.
— Mevlüt Çavuşoğlu (@MevlutCavusoglu) July 26, 2018
هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې قانون پر ټولو یوشان تطبیقېږي او هېڅوک ترې مستثنی نه دي.
مولود چاووش اوغلو : ترکیه د چا امر نشي منلای
د ټرمپ له پیغام څخه یوساعت مخکې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ګواښ کړی و چې که برونسن خوشې نشي متحده ایالات به پر ترکیه پراخ بندیزونه ولګوي.
ښاغلي پنس چې د بهرنیو چارو په وزارت کې د مذهبي آزادیو په مناسبت په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل دی ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ترکیې حکومت ته د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا دا پیغام رسوي چې که پاستور برونسن سمدستي خوشې نه کړي نو د دې کار له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.
برونسن چې څه باندې شل کاله یې په ترکیه کې کار کړی دی په ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې د حکومت پرضد په ناکامه کودتا کې له ښکېلو ډلو سره د مرستې په تور بندي او وروسته په تروریستي فعالیت او جاسوسۍ تورن شو.
هغه د جولای تر ۲۵ مې نیټې پورې په بند کې و، او وروسته بیا په کور کې نظر بند شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو مخکې ویلي و چې له بند څخه په کور کې نظربندۍ ته د برونسن لېږل کافي نه دي او باید اجازه ورکړل شي چې له ترکیې ووځي.