په تاشکند کې د بشري حقونو فعاله تانيا دولتوفا وايي چې د ازبکستان پولیسو دېرش ښځې ځکه توقيف کړي چې د ولسمشر د دفتر مخې ته راټولي شوې وې.
شپږ یې په جرم تورنې شوې او په پنځلسو ورځو بند محکومې شوې.
نور يې شپږ ساعته وروسته راخوشي شوې.
دا پېښه د دوشنبې په ورځ شوې ده.
دولتوفا ازادي راډیو ته وويل چې دغو ښځو غوښتل ولسمشر ته د پوليسو شکايت وکړي چې د دوی د کورنیو له غړيو سره یې په زندانو کې بد چلند کړی.
د ميرضيايف مطبوعاتي دفتر په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.