عمران خان د پاکستان له پخواني حکومت سره څنګه پرتله کوی؟

د پاکستان په انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر نورو مخکښ دی.

په افغانستان کې د نړیوالو چارو کارپوهان وايي چې عمران خان د پاکستان د استخباراتو او پوځیانو ټینګ ملاتړ لري، خو وړاندوینه کوي چې د عمران خان حکومت به د افغانستان سره پر اړیکو له سره غور وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم ازادي راډيو ته وویل چې په ټوله کې په پاکستان کې د افغانستان پر وړاندې نظر بدل شوی دی.

له انتظار خادم سره د ازادي راډیو خبریال یوسف ځدراڼ مرکه کړي او په سر کې پوښتلی چې دی عمران خان د پاکستان د پخواني حکومت سره څنګه پرتله کوي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له انتظار خادم سره مرکه