د پاکستان انتخابات: ښايي د تحريک انصاف ګوند دا انتخابات وګټي

د پاکستان د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتو لومړي نتايج ښيي چې ښايي د تحريک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان دا انتخابات وګټي.

دا په‎داسې حال کې ده چې په دغو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې دي.

تر اوسه نيمايي رأیې شمېرل شوي او د عمران خان ګوند مخکښ دی.

د پخواني صدراعظم نواز شريف ګوند مسلم ليګ (ن) او یو شمېر نورو ګوندونو سر له اوسه د دغو انتخاباتو نتايج رد کړي او د پراخو درغلیو او لاس‎وهنو ادعا یې کړې ده.

د پاکستان د انتخاباتي کمېسیون يوه چارواکي بابر يعقوب وويل چې انتخابات ۱۰۰ فیصده شفاف او عادلانه وو، خو ده په‎دې اړه څه ونه‌ويل چې د رأیو اخري نتایج به څه وخت اعلان شي.

تحریک انصاف پاکستان ګوند تر اوسه د ولسي جرګې يا ملي اسامبلۍ ۲۷۲ څوکيو څخه ۱۱۳ ګټلي.

مسلم لیګ (ن) ګوند چې د بندي شوي پخواني صدراعظم نواز شريف د ورور شهباز شریف په مشرۍ پر مخ ځي، تر اوسه ۶۴ څوکۍ ګټلې دي او د بلاول بوټو په مشرۍ پيپلز ګوند ۲۹ څوکۍ ګټلي.

۱۰۶ میليونه پاکستانيان د رأی ورکولو لپاره واجد شرايط وو.

په ملي اسامبلۍ کې ۶۰ څوکۍ د ښځو لپاره او ۱۰ د غير مسلمان اقليتونو لپاره ځانګړې شوې دي.