ډونالد ټرمپ او ژان کلود یونکر د سوداګريزې جګړې مخه نيولې

د امريکا ولسمشر او د اروپايي کمېسيون رئیس د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ د سوداګريزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې توافق ته رسېدلي او د سوداګريزې جګړې مخه‌يې نيولې ده.

ډونالد ټرمپ او ژان کلود یونکر د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې سره وکتل.

يونکر خبريالانو ته وويل:

"موږ یو شمېر برخې په نخښه کړي چې باید ګډ کار پرې وکړو. د صنعتي توکو په برخه کې د صفر تعرفې پر لور کار وکړو چې دا زموږ اصلي هدف دی. د انرژۍ په برخه کې هم همکاري زياتوو."

د جرمني د اقتصاد وزير پيترالت ماير دا موافقه ډېره مهمه بللې ده چې د ده په وينا د سوداګريزې جګړې مخه نيولای شي او میليونونه دندې ژغورلای شي.

د موافقې له مخې به امریکا د اروپايي ټولنې هېوادونو د موټر جوړوونکو پر وړاندې تعرفه نه‌وضع کوي او دواړه لوري به د امریکا د اوسپنې او المونيم د تعرفې پر ستونزه حلولو کار کوي.

اروپايي ټولنې ژمنه کړې ده چې د امریکا سویابين او طبيعي ګاز به پېري.

ټرمپ خبريالانو ته وويل چې دواړو لورو توافق کړی چې د اړيکو یو نوی فصل پيل کړي او د تعرفې د له‌منځه وړلو پر لور ګډ کار وکړي.