افغان ولسمشر محمد اشرف غني سبا پنجشنبه بادغیس ولایت ته سفر کوي.
د دغه ولایت د والي ویاند جمشید شهابي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه موضوع تأیید کړه او ویېویل چې ټاکل شوې ولسمشر غني د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ له یوه لوړپوړي ترکمنستاني چارواکي سره د ترکمنستان د وارداتي برښنا د سب اسټېشن د پرانیستلو لپاره دغه ولایت ته ولاړ شي.
ښاغلي شهابي د دغه ترکمنستاني چارواکي د هویت په اړه جزئیات ورنهکړل، خو زیاتهیې کړه چې د دغو چارواکو د راتلو لپاره په دغه ولایت کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ښاغلي شهابي وویل چې ولسمشر به د دوو ورځو لپاره په دغه ولایت کې وي او د بادغیس له امنیتي چارواکو، علماوو او ځوانانو سره به وویني.
د ترکمنستان د وارداتي برښنا قرارداد اته کاله وړاندې د سانیر په نوم له یوه ایراني شرکت سره شوی و چې د خراب امنیتي وضعیت او د بودجې د نشتوالي له املهیې کار وځنډېد.
اوس د دغه سب اسټېشن په پرانیستلو سره به د بادغیس مرکز قلعه نو او د یاد ولایت د یو شمېر ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکي له برښنا برخهمند شي.
نور جزئیات وروسته ...