په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د افغانستان د ټاکنو بودجې سره د ۵۷ میلیونه ډالرو اضافي مرستې ژمنه وکړه.
د دغو مرستو تړون نن د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ملاتړ پروژې په درېیمه غونډه کې د مرسته کوونکو لهخوا لاسلیک شو.
یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله ویلي چې دغه نوې ژمنه به د افغانستان د انتخاباتي چارو پر مخ وړلو کې مرسته وکړي.