د غزني چارواکي وايي په یوه مدرسه کې ۳۶ وسله‌وال طالبان نیولي

د غزني چارواکي ادعا کوي چې د یوې دیني مدرسې څخه‌یې ۳۶ تنه وسله‌وال طالبان نیولي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دوی کې د طالبانو لوی قوماندانان هم شامل دي.

ښاغلی نوري زیاتوي:

"د غه ۳۶ کسان نیول شوي چې ۹ تنه‌یې د وسله‌والو طالبانو سرګروپان او ۲ تنه‌یې مشهور قوماندانان دي، په دې مدرسه کې شااوخوا ۱۳۰ کسانو حضور درلود چې پاتې نورو کسانو ته‌یې چا ضرر نه‌دی رسولی او نه‌دي نیول شوي."

ښاغلی نوري وایي، دغه کسان تېره شپه په اندړ ولسوالۍ کې د مخکېني معلوماتو پر اساس داسې مهال نیول شوي دي چې پر امنیتي پوسته‌یې بریدونه پلانول.

روېټرز خبري اژانس د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله راپور ورکړی چې وایي، دولتي ځواکونو بې‌ګناه افراد نیولي دي.

بل‌خوا د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، په میمنې ښار کې د نننۍ چاودنې په نتیجه کې اووه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، په ټپیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

چاودنه د موبایل ټیلیفونونو په یوه پلورنځي کې دننه شوې ده.

د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.