په لوګر کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په لوګر ولایت کې څه باندې ۱۰۰ ښوونځي چې څه موده تړلي پاتې وو، بېرته پرانیستل شول.

د دغه وزارت څخه په یوې اعلامیه کې راغلي چې دا ښوونځي د سیمه‌ییزو چارواکو، دیني او قومي مشرانو په منځګړیتوب بېرته فعال شول.

په پرانیستل شویو ښوونځیو کې به سر له نن چهارشنبه څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پیل شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په بیا پرانیستل شویو ښوونځیو کې ۶۳ د محمد اغې ولسوالۍ او پاتې نور د مرکز پل علم اړوند وو چې شااوخوا ۴۹ زره نجونې او هلکان په‌کې په زده‌کړو بوخت دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو وړاندې ویلي وو چې د لوګر په مرکز او نورو ولسوالیو کې وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې ښوونځي تړلي او ګواښ‌یې کړی وو چې که بېرته پرانیستل شي، نو وبه‌یې سوځوي.

د پوهني وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ټول افغانستان کې شااوخوا ۱۱۰۰ ښوونځي د ناامنیو له کبله تړلې دي.