روحاني: اړتیا نه‌شته چې د ټرمپ ګواښونو ته ځواب وویل شي

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي فکر کوي چې اړتیا نه‌شته د امریکا د ولسمشر له لوري د ده په وینا خالي ګواښونو ته ځواب وویل شي.

د ایران خبري اژانس ایرنا نن د ولسمشر روحاني دغه څرګندونې خپرې کړې چې وایي د امریکا د مشرانو څرګندونې بې‌اساسه دي.

حسن روحاني دا څرګندونې د کابینې غونډې ته کړي دي او وایي چې باید جواب په عمل کې وویل شي.

د روحاني دا څرګندونې د ولسمشر ټرمپ د هغه ټویټ په ځواب کې شوي چې د جولای پر ۲۲یې ایران ته خبرداری ورکړی وو چې امریکا ته دې ګواښ نه‌کوي کنه نو عواقب به‌یې وویني.