د مرکزي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د ۱۵ کلنو تنیکو ځوانانو فوټبال لوبډلې د قرغزستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او قرغزستان ترمنځ دا سیالي تېره ورځ د ازبکستان د پخټاکور په لوبغالي کې ترسره شوه چې افغان ځوانانو وکولای شول د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دوه ګولونه ووهي.
قرغزستان بیا په دوهمه نیمايي کې یو ګول وواهه او له دې سره لوبه افغانستان ۲ د یو پر وړاندې وګټله.
د ۱۵ کلنو ځوانانو ترمنځ د مرکزي اسیا د فوټبال سیالۍ تېره اوونۍ د ازبکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي.