د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر په يو بېساري اقدام کې د ده د لاس په وینو لړلی يو لیک په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره.
د پاکستان د استخباراتو، پوځ او حکومت له لاسه افغانان په وینو لړلي دي او زموږ په يو لاس د بل لاس وینه تویوي.
دا هغه کرښې دي چې د سولې د ولسي حرکت مشر اقبال خېبر د خپل لاس په وینو لړلي کاغذ باندې لیکلي او دغه لیکیې بیا په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته سپارلی دی.
د سولې د ولسي حرکت مشر اقبال خېبر
- دا چې له دغه سمبولیک حرکت نه د سولې د ولسي حرکت پیغام او هدف څه دی؟
په دې اړه ښاغلي خېبر داسې وویل:
"نن د دوی د ټولو جبرونو، منافقتونو او وژنو يو تصویر فقط په يو سپين خط کې راټولوو او په سپين خط کې به يوازې يوه جمله وي چې د پاکستان او نړۍ ولسه، د پاکستان پوځ، استخبارات په افغانستان کې د يوه لاس په وسیله د بل لاس وینه تویوي."
ښاغلي خېبر مخکې تر دې چې خپل لاس د چاړه په وسیله پرې او وینهيې د لیک پر مخ ومښي، پاکستان په افغان وژنه تورن کړ او له پاکستاني ولس نهیې وغوښتل چې پر خپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي.
ښاغلی خېبر وايي، د پاکستان پوځ او استخباراتو په افغانستان کې نېغ په نېغه جګړه پیل کړې ده او هره ورځ بېګناه افغانان وژني.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې ولسي حرکت نږدې ۱۳ ورځې کېږي چې په کابل کې يې د پاکستان سفارت مخې ته د پرلت خیمه وهلې او د پاکستان له ولس نه غواړي چې په خپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي.
د دغه حرکت غړي وايي، په تېرو ۱۳ ورځو کې د پاکستان سفارت هېڅ يوه کارمند له دوی سره نهدي کتلي او نهیې هم د دوی غږ اورېدلی.
د سولې د ولسي حرکت غړي
د سولې ولسي حرکت غړو له دې وړاندې، په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او د روسیې او امریکا سفارتونو مخو ته هم د پرلت خیمې وهلې وې.
د دغه حرکت غړي وايي، د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له لارې د هغوى له ولسونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره پر خپلو حکومتونو فشار راولي.
د دې حرکت ویاند بسمالله وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان سفارت مخې ته د دوی پرلت نور پای ته رسېدلی او سر له چهارشنبې ورځې به تر نا معلومې نېټې پورې د ایران سفارت مخې ته پرلت ووهي.
د سولې لپاره له دې ولسي حرکت سره په پېښور کې د یو شمېر افغان کډوالو، د کونړ، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو ولسي حرکتونه هم په کابل کې یوځای شوي دي.
له دې وړاندې د سولې دغه ولسي حرکت يوه جرګګۍ هم جوړه کړې وه چې د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ به منځګړيتوب کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې ارین يون هم مني چې د افغانستان ګاونډيان په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کوي او دلته جګړې ته لمن وهي.
ارین یون
مېرمن یون زیاته کړه:
"دا کومه مرګ ژوبله چې په افغانستان کې روانه ده، کومه جګړه چې روانه ده، دغه وینې چې تویېږي، د دې يو غټ عامل پاکستان دی چې هغوی نهغواړي په افغانستان کې امن راشي، سوله راشي او دلته يو باثباته نظام جوړ شي او په دې موضوع اوس د افغانستان هر وګړی پوهېږي او کومه پټه خبره نهده."
اغلې يون وايي، د ولس تر څنګ افغان حکومت ته هم په کار ده چې په نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې نړیوالو ته د پاکستان اصلي څېره روښانه کړي او له دې لارې په پاکستان فشار راوړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي.
خو له دې ټولو سره سره، که څه هم پاکستان په کراتو د افغان چارواکو او خلکو لهخوا د افغانستان په خاوره کې په مداخلو او د ترورېستي ډلو په ملاتړ تورن شوی، خو پاکستاني چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي.
راپور: محمد واصل وصال