په پاکستان کې نن چهارشنبه د پارلماني انتخاباتو لپاره رأی اچونه پيل شوه.
خلک په داسې حال کې رأی اچونې ته روان دي چې د انتخاباتو د نتایجو د شفافیت او د رأی اچونې پر مهال د مرګونو بریدونو د ګواښ په اړه اندېښنې موجودې دي.
په نننیو انتخاباتو کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د مسلم لیګ نواز د ګوند سخته سیالي روانه ده.
د رأیو په اړه د یوې سروې له مخې عمران خان ۳۰ فیصده او مسلم لیګ نواز ګوند ۲۷ فیصده رأیې لري په بله برخه کې بیا مسلم لیګ نواز ګوند ۲۶ فیصده او تحریک انصاف ۲۵ فیصده رأیې لري.
په درېیم مقام بیا د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو د زوی بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز پارټي ده.
پاکستانیان د نن ماخوستن تر اتو بجو وخت لري چې د رأیو مرکزونو ته ولاړ او د خپلې خوښې کاندید ته رأيه ورکړي.
په پاکستان کې ۱۰۶ میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي او لږ تر لږه ۸۵ زره انتخاباتي مرکزونه پرانیستل شوي دي.
په دې ټاکنو کې د پاکستان د پارلمان ۳۴۲ څوکیو ته د دې هېواد له ټولو ایالتونو ۳۷۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
د نننیو ټاکنو پایلې به د جمعې په ورځ اعلان شي.