په بلخ ولایت کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو له نشتوالي او روغتیايي مرکزونو ته د نهلاسرسي په اړه شکایت کوي.
دې ولایت کې د کوچیانو عمومي ریاست مشر غلام فاروق عبیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د بلخ په ۹ ولسوالیو کې کوچیان مېشت دي، خو له څو کلونو راهیسې ورته هېڅ ډول تعلیمي امکانات نهدي مساعد شوي او ماشومانیې ښوونځیو ته له تلو محروم شوي دي.
نوموړی وايي:
"ښوونځي نهلرو، زموږ ماشومان تعلیمي خدماتو ته لاسرسی نهلري، هېڅ ډول پروژه او تعلیمي برنامې د پوهنې ریاست لهخوا کوچیانو ته نهدي تطبیق شوي او زموږ ماشومان بې زدهکړې لویېږي."
په عین حال کې د بلخ د پوهنې ریاست مشر صبغتالله مستقیم وايي، تر هغو چې کوچیان له کوچي حالت څخه راونهوځي او په یوې ځانګړې سیمه کې مېشت نهشي، دوی نهشي کولای کوچیانو ته د زدهکړې زمینه مساعده کړي.
نهیوازې په بلخ کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو او روغتیايي خدماتو له نشتوالي ځورېږي، بلکې د شمال زون د کوچیانو د ټولنې د معلوماتو پر اساس چې په جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې هم کوچیان له ورته ستونزې سره مخ دي.