د جرمني صدراعظمې، انګلا مېرکل د سوریې او اوکراین د کړکېچ په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړې.
د راپورونو پر اساس انګلا مېرکل پرون سې شنبه په برلین کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف او د روسیې د وسلهوالو ځواکونو له لوی درستیز ولري ګراسیموف سره کتلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو خواوو په سوریه کې امن سیمو ته د بېځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو په اړه هم بحث کړی او په اوکراین کې پر روان وضعیتیې هم مهمې خبرې کړې دي.
د اوکراین د حکومت او بېلتون غوښتونکو وسلهوالو چې روسیهیې ملاتړ کوي، په جګړه کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې تر ۱۰ زره زیات وګړي وژل شوي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.