د هلمند د سولې حرکت غړي وايي، نن چهارشنبه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد د اعتراض څرګندولو لپاره په خپله وینه لړلی کاغذ د ملګرو ملتونو دفتر ته سپاري.
د دې ولسي حرکت ویاند بسمالله وطندوست پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا یو سبمولیک حرکت دی او غواړي چې د پاکستان خونړۍ مداخلې ته د نړیوالو پام واړوي.
بسمالله وطندوست وویل:
"موږ خپل لاسونه په چاړه پرې کوو او په سپین کاغذ یې وینه تویوو او بیا همدا کاغذ د ملګرو ملتونو ادارې ته ورکوو ځکه چې پاکستان تل یوه افغان ته چاړه په لاس کې ورکړی او بل افغانیې پرې وژلی دی."
د هلمند د سولې حرکت غړي لا هم په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته ناست دي.
هغوی وايي چې د پاکستان د سفارت له لوري د کتنې او خبرو وړاندیز یې هم رد کړی دی.