دې هېل: د افغان سولې په خاطر دې د جنوبي کوریا تجربو ته مراجعه وشي

  • دې هېل

په افغانستان کې سولې ته د لاسرسي په خاطر بايد د شمالي کوریا تجربو ته مراجعه وشي.

دا د دې هېل مجلې د يوې مقالې عنوان دی.

د ليکوال په باور، د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې تمايل چې غير عادي خطرونه مني، ښايي په کوريا ټاپو وزمه کې يې د سولې لپاره تر ټولو ښه فرصت رامنځته کړی وي.

په مقاله کې راغلي چې پوښتنه دا ده چې دا ډیپلوماتيک چلند بل په کوم ځای کې اغېزمن ثابتېدای شي؟

د ليکوال په باور افغانستان یو مهم مستحق دی.

خو ولې؟

ليکوال په ځواب کې ليکي، د شمالي کوريا او افغانستان ستونزه ورته‌والی لري.

د ليکوال په باور، هره يوه داسې جګړه ده چې نوره پر خپل حال پاتې ده، خو په نظامي لاره نه‌شي حل کېدای.

  • جېنز ډېفنس

جېنز ډېفنس خپرونې په خپله اخري ګڼه کې په افغانستان کې پر سخت دريځو د زیاتو شویو فشارونو په اړه لیکلي دي.

دې هېل: داسې جګړه چې نوره پر خپل حال پاتې ده، په نظامي لاره نه‌شي حل کېدای.

مقاله په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت له قوله ليکي چې افغان او نړيوالو ځواکونو د طالبانو، داعش او نورو سخت دريځو ډلو پر وړاندې وروسته له هغه فشارونه زیات کړي چې د چنګاښ مياشتې په نهمه نېټه د افغان حکومت له‌خوا غځېدلی اوربند پای ته ورسېد او د افغان او نړیوالو ځواکونو تهاجمي عملیات پيل شول.

د تېرې شنبې تر ورځې پورې افغان ځواکونو تر نږدی ۱۰۰ عمليات پر مخ وړي چې په نتيجه کې يې شااوخوا ۱۷۰۰ سخت دريځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مقالې د غوڅ ملاتړ مأموريت له قوله دا هم لیکلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د ځانګړو عملیاتو دوه قوماندانان، د القاعده یو مالي مرسته کوونکی، یو د داعش ډلې قوماندان او د طالبانو د لوړې او منځنۍ کچې مشران وژل شوي.

افغان او نړيوالو ځواکونو د طالبانو، داعش او نورو سخت دريځو ډلو پر وړاندي فشارونه زیات کړي

  • د خبريالانو د ژغورنې کمېټه

د خبريالانو د ژغورنې کمېټې په کابل کې د یکشنبې په ورځې د ځانمرګي برید په اړه پر خپله وېب‌پاڼه ليکلي چې د فرانسې خبري اژانس یو موټر چلوونکی هم له هغو ۲۳ کسانو څخه وو چې په هغه حمله کې ووژل شول.

مقالې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د مرستيال رئیس رابرټ ماهوني له قوله ليکلي چې د رسنيو موټر چلوونکي د خبرونو راټولو په برخه کې مهم رول لوبوي او د اختر محمد مړينه د رسنیو د کورنۍ لپاره يوه ضايعه ده.

د فرانسې خبري اژانس یو موټر چلوونکی هم له هغو ۲۳ کسانو څخه وو چې په حمله کې ووژل شول

داعش ډلې د هغې حملې مسئوليت ومانه چې د افغان ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشید دوستم‌يې هدف وو.

عبدالرشيد دوستم تر یو کال زیاته موده وروسته له تبعيده افغانستان ته بېرته د یکشنبې په ورځ ستون شو او د هوايي ډګر مخ ته دا حمله رامنځته شوه.