په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو کمپاین پای ته رسېدلی

په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو کمپاین پای ته رسېدلی دی.

نن وقفه ده، خو سبا چهارشنبه د دغه هېواد شااوخوا ۱۰۰ میلیونه اوسېدونکي د رأيو مرکزونو ته ځي.

د پاکستان په انتخاباتو کې د پخواني صدراعظم نواز شريف ګوند مسلیم لیګ نواز، د پخواني کرکټر عمران خان ګوند تحريک انصاف پاکستان او د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو د زوی بلاول بوټو پيپلز پارټي مخکښ ګوندونه بلل کېږي.

د انتخاباتو لپاره د کمپاین پر مهال ګڼې امنیتي پېښې وشوې چې په انتخاباتو کې د درېیو نوماندانو په ګډون له ۱۵۰ څخه زیات کسان ووژل شول.