د پلازمېنې د اوبو د مدیریت لپاره د اوبو او انرژۍ له وزارته د ځوانانو غوښتنه!

يو شمېر ځوانانو په کابل کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مخې ته په يوه اعتراضیه غونډه کې له دغه وزارته وغوښتل چې د پلازمېنې اوبه مدیریت کړي.

په پلازمېنه کابل کې د اوبو د کمښت خطر د خلکو اندېښنې راپارولي او د دغې ستونزې د هواري په هدف، د نوي فصل ټولنې يو شمېر غړو د اوبو او انرژۍ وزارت مخې ته يوه اعتراضیه غونډه وکړه.

د دغې ټولنې غړي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۲» وايي، په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه کمه شوې او که دغې ستونزې ته رسېدنه ونه‌شي، نو کابل به د اوبو د کمښت له جدي خطر سره مخ شي.

د کابل په ولسوالیو کې د اوبو د بندونو جوړول او له دې لارې ښار ته د اوبو لېږد او د اوبو د هغو پروژو بشپړول چې چارې یې د سردار محمد داوود خان په وخت کې پيل شوې وې، هغه غوښتنې وې چې اعتراض کوونکو د حل لارې په توګه حکومت ته وړاندیز کړې.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې محمد داوود همدرد ازادي راډيو ته داسې وویل:​

"هغه پروژه چې د سردار محمد داوود خان په وخت کې د پروان له جبل سراجه پيل او تر بګرامه رسېده او ټاکل شوې وه چې له دې لارې کابل ښار ته اوبه راشي، دا پروژه نیمګړې پاتې ده، زموږ غوښتنه دا ده چې دا پروژه بشپړه شي چې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي."

د ژورو څاګانو له کېندنو مخینوي او له ښاره د معدني اوبو د تولیدوونکو شرکتونو ایستل د اعتراض کوونکو نورې غوښتنې وې چې په دغه راټولېدنه کې مطرح شوې.

دغو اعتراض کوونکو له کابل ښاریانو هم وغوښتل چې د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

د دوی په باور، خلک د اوبو په خوندي کولو سره باید راتلونکو نسلونو ته اوبه ذخیره کړي.

يو بل اعتراض کوونکی محمد نصیر سلطاني وايي:

"موټر وینځونکي او کورنۍ ډېرې اوبه ضایع کوي او باید له دغه کاره ډډه وکړي او د خپل راتلونکي لپاره د اوبو له ضایع کولو مخنیوي وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې «په کابل کې د اقلیمي بدلون او د وچکالۍ د پېښو مدیریت» تر عنوان لاندې ورکشاپ کې له اوبو ګټه اخیستل ناسم وبلل او ویې‌ویل چې که پام ورته ونه‌شي، کابل به د اوبو له پلوه له ستونزو سره مخ کړي.

ښاغلی فهیم زیاتوي چې په کلني ډول په کابل او نورو لویو ښارونو کې د اوبو سطحه ۲۰ متره ښکته ځي چې دا یوه جدي ستونزه ده.

نوموړی وايي، دا مهال ۲۰ ولایتونه چې شااوخوا ۱۳ میلیونه انسانان په‌کې اوسېږي، د وچکالۍ تر اغېز لاندې دي چې دغې مسئلې په کرنه، څارویو او د کورنیو په اقتصاد منفي تأثیر کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند محمد اصف غفوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د اوبو د کمښت په برخه کې د اعتراض کوونکو غوښتنې باید په جدي توګه وڅېړل شي.

نوموړي د دغو ستونزو د هواري په برخه کې وویل:

"د للندر او شاه توت بندونه کابل ښاریانو ته د پاکو اوبو د رسولو لپاره جوړېږي چې د للندر بند دوو میليونو وګړو او د شاه توت بند بیا څه باندې یو نیم میليون کسانو ته اوبه برابروي."

ښاغلی غفوري وايي، د ځمکې لاندې د اوبو تغذیه کول، د دوی په نورو پروګرامونو کې شامل دي چې په ترڅ کې به‌یې ۱۰۰ څاګانې وکېندل شي.

د نوموړي په خبره، د دغې پروژې لګښت ۷،۶ میليونه ډالر دی چې د نړیوال بانک له‌خوا ورکول کېږي.

راپور: محمد واصل وصال