د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو دوه نیم کلونو راهیسې دولت په سیمه کې هېڅ ډول پرمختیايي پروژه نهده پلې کړې.
دوی وايي، روانې جګړې په سیمه کې ښوونځي، کلینیکونه، سړکونه او نور هر څه لهمنځه وړي دي.
دغه جګړهځپلي زیاتوي چې له دوه نیم کلونو وروستهیې لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوې او په سیمه کې یې لږ امنیت تأمین شوی، نو دولت باید ورته پرمختیايي پروژې پلې کړي او خپل حقيې ورکړي.
د یادې ولسوالۍ خلکو دغه خبرې د سې شنبې په ورځ په همدې هدف په یوې جوړه شوې غونډه کې وکړې.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره هم ژمنه کوي چې په دهراود ولسوالۍ کې پرمختیايي پروژې پلې کوي.
پهدي اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کیکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د شرافت راپور