د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نا امنیو له زیاتېدو اندېښمن دي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ګواښونه زیات شوي او که حکومت پهدې اړه جدي پاملرنه ونهکړي، د وسلهوالو مخالفينو حملې به نورې هم پراخې شي.
د دې کمېسیون غړي صالح محمد صالح د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۲» ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید د سولې د خبرو تر څنګ د افغان خاورې دفاع ته هم جدي پام واړوي او دښمن ته اجازه ورنهکړي چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.
نوموړی وايي:
"په ټول افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي، داسې ښار نهشته چې د ناامنۍ یوه پېښه پهکې ونهشي، تاسې د کابل د تېرې ورځې انتحاري حمله وګورئ، د جلالاباد امنیت ورځ په ورځ خرابېږي، په ټوله کې موږ نهشو ویلی چې په کوم ولایت کې امنیت ښه دی او په کوم کې ښه نهدی، خو طالبان چې وغواړي په هر ښار کې عملیات کولای شي او ولس له ستونزې سره مخ کولای شي، نو موږ دې نتیجې ته رسېږو چې په ټوله کې د افغانستان امنیتي حالت ښه نهدی او باید حکومت ورته جدي پام واوړوي."
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنیو پېښو زور اخیستی.
ننګرهار، فاریاب، غزني، کندز، بدخشان، سرپل، زابل، فراه او د مرکز کابل په ګډون یو شمېر نور هغه ولایتونه یادېږي چې د ناامنۍ پېښې پهکې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي.
د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غړو هم په هېواد کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ وبللې او مرکزي حکومتيې تورن کړ چې د وسلهوالو مخالفینو په ځپلو کې پاتې راغلی دی.
د مشرانو جرګې غړو غوښتنه کړې چې حکومت باید د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ګواښونه مني، خو وايي چې په ۱۰ بېلابېلو ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد ۱۱ تهاجمي عملیات روان دي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"همدا اوس د افغانستان په ۱۰ ولایتونو، ننګرهار، کاپیسا، فاریاب، کندز، هلمند، غزني، پکتیا، زابل، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې ۱۱ تهاجمي عملیاتونه په بریالیتوب سره روان دي او موږ هڅه کوو چې په هره سیمه کې وسلهوالو مخالفینو ته ماتې ورکړو او خپلو خلکو ته سولهییز ژوند برابر کړو."
د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا د ولسي جرګې د غړو اندېښنې پر ځای ګڼي، خو وايي چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ نههمغږي او کمزوری مدیریت لامل ګڼي چې ورځ تر بلې امنیتي ستونزې ډېرېږي.
له ډلې یې محمد انور سلطاني ازادي راډيو ته په ټینګار سره وویل چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ باید همغږي زیاته او دغهشان افغان پوځیان دې، په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شي.
راپور: اکرامالله اکرام