د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د واورې او د اوبو د معلومولو دستګاوې نصب شوې دي.
د نوموړي ولایت د سیندونو د حوزو د چارواکو په خبره چې دوی له اوبو څخه د ښه مدیریت په هدف، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د واورې او د اوبو د معلومولو ۲۹ دستګاوې نصب کړې دي.
د بدخشان دکوکچې سیند د فرعي حوزې رئیس محمد رفیع بهمن وايي چې دوی د کوکچي سیند اړوند او د امو سیند اړوند په بېلابېلو سیمو کې ۱۸ د اوبو معلومولو او ۱۱ د واورې معلومولو دستګاوې نصب کړي او په دې کار سره دوی توانېدلي چې د دې ولایت د اوبو د سرچینو مديریت په خپل کنټرول کې ولري.
د ښاغلي بهمن په وینا چې دوی د دغو دستګاوو په مرسته د اوبو د زیاتوالي او کموالي په اړه کره معلومات راټولوي او بیا وروسته د اوبو د اندازې په اړه بزګرانو ته خبرداری ورکوي، ترڅو دهقانان د احتمالي وچکالۍ او د اوبو د زیاتوالي له کبله، زیانمن نهشي.