زابل: د مخالفینو هغه برید شنډ شو چې غوښتل‌یې «اټغر» سقوط کړي

د زابل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د وسله‌والو مخالفینو هغه برید یې شنډ کړی چې غوښتل‌یې د اټغر ولسوالۍ سقوط کړي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل، ګڼ شمېر وسله‌والو مخالفینو د ده په خبره د پاکستاني پوځیانو او استخباراتي کسانو په مرسته غوښتل اټغر ولسوالۍ سقوط کړي چې د افغان پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.

نوموړی وايي:

"د دوی ۲۸ کسان په دې برید کې ووژل شول چې په‌کې پاکستاني پوځیان هم شامل دي. همدارنګه د دوی ۲۳ کسان ټپیان شوي هم دي، خو بدبختانه د تېرې شپې جګړه کې په اټغر ولسوالۍ کې زموږ څلور کسان شهیدان شول او اووه کسان مو ټپیان شول."

د ګل اسلام سیال په خبره پر اټغر ولسوالۍ سربېره افغان پوځیانو په ارغنداب ولسوالۍ کې له طالبانو سره جنګ کړی چې ۱۲ کسان‌یې وروژلي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه‌ده کړې.