"م. م": افغان چارواکي دې د انتخاباتو د چمتووالي چارې چټکې کړي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا له افغان چارواکو غوښتنه وکړه چې د راتلونکو انتخاباتو د چمتووالي چارې چټکې کړي.

دغه سازمان د باوري انتخاباتو لپاره د "خوندي چاپېريال" د برابرولو پر اهميت ټينګار کړى دى.

امنيت شورا پرون دوشنبه په يوه اعلاميه کې چې د دغې شورا ١٥ غړو تأييد کړې ويلي، د مهمو مسايلو په برخه کې چټک اقدام ته اړتيا ده.

په اعلاميه کې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکايتونو د کمېسيونو د خالي بستونو د ډکولو لپاره د کانديدانو د تأييد غوښتنه هم شوې ده.

په پام کې ده د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي.

د امنيت شورا په اعلاميه کې د کانديدانو د نهايي لېست د خپرېدو غوښتنه هم شوې ده.