په غزني ولایت کې څلورنیم سوه زره ماشومان له زدهکړې بېبرخې دي.
د غزني د معارف چارواکي وايي، پهدغه ځای کې په سلګونه سوه زره ماشومان ښوونځیو ته نهځي چې په ۱۰۰ کې ۷۰ برخهیې نجونې دي او دا د دوی لهپاره سور څراغ دی.
د غزني د ښوونې او روزنې رئیس محبالرحمن انصار پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځیو نشتوالی، په معارف کې لوړ فساد، تودې جګړې او د پلرونو نهپاملرنه هغه مشکلات دي چې څلورنیم سوه زره ماشومانیې د ژوند له بنیادي حق تعلیمه بېبرخې کړي دي.
انصار زیاته کړه، دغه ستونزهيې د ښوونې او روزنې د وزارت له چارواکو، د سویډن، پاملرنې او له ځینو نورو مؤسسو سره چې د تعلیم په برخه کې کار کوي شریکه کړې، څو د هغوی په مرسته په سږ کال کې دغه ګراف راټیټ کړي.